تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو د اسماعیل خان له وړاندیز ه هرکلی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو په ډاګه کړې، چې د هرات د پخواني والي محمد اسمعیل خان  دهغو وړاندیزونو هرکلی کوو، چې له اسلامي امارته یې د سولې په اړه کړي دي.

د هرات د خلکو د پاڅون( د کب څلیریشتمې) په نمانځغونډې کې اسماعېل خان له طالبانو وغوښتل، چې که د حکومت د سولې د خبرو وړاندیز ته غبرګون نه ښیي؛ نو له جهادي مشرانو سره دې خبرې وکړي.

 په اعلامیه کې راغلي؛ اسماعیل خان له طالبانو غوښتي، چې که د ګډ حکومت وړاندیزونو ته غبرګون نه ښيئ؛ نو د جهاد له لويې كورنۍ سره دې خبرې وكړي، چې په ګډه د هېواد روان ناورين او روانې جګړې ته د پای ټکی کیدو.

طالبانو ویلي؛ دوی له ټولو هغو هڅو هرکلی کوي، چې د هېواد د روانې لانجې د رښتیني حل په اړه تر سره کیږي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: اسلامي امارت هر هغه چاته، چې د دغې غمیزې چې د هېواد اشغال دی، د پای ته رسیدو لپاره هلې ځلې کوي او د اشغالگرو حمایت نه کوي، هغه که جهادي شخصیتونه وي او یا نور څوک، ټولو ته بلنه ورکوي چې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره د تفاهم لپاره وویني، ترڅو په افغانستان کې د بهرني اشغال د خاتمې، اسلامي نظام د حاکمیت او سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات سره شریک کړي.

سیاسي شنونکی محمد حسن حقیار وایي: هغه جنګ، چې د امریکا، افغان حکومت او طالبانو تر منځ پیل شوی؛ پرته له سولې د حل بله لار نلري.   

په وروستیو کلونو کې ډېره هڅه شوې، چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي او د روان کال د فبروري په اته ویشتمه ولسمشر غني وویل، چې: له طالبانو سره د نړۍ په هر ځای کې له شرط پرته  مخامخ خبرې غواړي.

Trending

Exit mobile version