تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو د فراه ولایت پر مرکزي سیمو بیا برید کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانو تېره شپه یوولس نیمې بجې یو ځل بیا له دوه خواوو د فراه ولایت پر مرکز سیمو بریدونه پیل کړل.

ویل کیږي، چې دا نښته د پنجشنې د سهار تر شپږ بجو روانه وه.  

د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو د دغه ولایت پر امنیه قومندانۍ، مرکزي زندان، درېیمې امنیتي حوزې او د ولایتي شورا د رییس فرید بختور پر کور بریدونه کړي دي.

امنیتي سرچینو تر دې دمه د دغو بریدونو په اړه څه ندي ویلي.

د سې شنبې پر ورځ هم وسلوالو طالبانو له څلور خواوو د دغه ولایت پر مرکزي سیمو بریدونه کړي وه، چې له دولتي ځواکونو سره یې جګړه ان ۱۲ ساعتونه روانه وه.

هغه مهال کورنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې له امنیتي ځواکونو سره په دې اوږده نښته کې ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي وه.

د فراه ولایت امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد د فراه ښار په بریدونو کې ایران له وسلوالو طالبانو څخه پر ملاتړ تورن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د فراه ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت د پوهنې چارې تر یوې میاشتې وخنډولې.

Trending

Exit mobile version