تازه خبرونه

وسلوال طالبان دې په روژه کې له تاوتریخوالي لاس واخلي- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې پر سوله او ثبات ټینګار کړی او له وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو یې غوښتي، چې د روژې حرمت وساتي او له تاوتریخوالي او ناامنیو لاس واخلي.  

ولسمشر اشرف غني هیله من شوی، چې طالبان او نورې وسلوالې ډلې دې د اسلام مقدس دین ته احترام وکړي او په دغه مبارکه میاشت کې دې عبادت کوونکیو ته د ناامنیو او ترهې د له رامنځته کولو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم تمه ښودلې، چې لږ تر لږه په روژه کې تاوتریخوالی ونه شي.

 دوی وایي، هڅه کوو، چې ترهګري او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایي: ترهګر، چې خپلې وحشیانه هڅې اسلامي ګڼي؛ یوازې غواړي خلکو ته درد او کړاوونه رامنځته کړي. مونږ هڅه کوو د خلکو دردونه او کړاوونه له منځه یوسو او خلکو ته د سولې او ثبات زمینه برابره کړو.  

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامچی یوماماتو وایي، چې د روژې میاشت په سوله او ورورۍ کې د ژوندانه لپاره یو ښه فرصت دی.

په هغه خبرپاڼه کې، چې دغه دفتر خپره کړې دا هم راغلي، چې ښکېلې خواوې باید په دغه مبارکه میاشت کې د جګړې قوانین رعایت کړي او د بې ګناه خلکو له وژلو دې ډډه وکړي.  

ښاغلي یوماماتو ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه په هر حال د افغانستان د خلکو سره همکار دی او د یوې ښکلې او غوره راتلونکي لپاره به د دغه هېواد د خلکو تر څنګ پاتې وي.

دغه دفتر په داسې حال کې د سولې او ثبات غوښتنه کوي، چې دمګړۍ له ۲۰ څخه په ډېرو ولایتونو کې نښتې، بریدونه او چاودنې روانې دي او عام وګړي له تلفاتو سره مخ دي.  

دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانانو پر خوله لومړی روژه ده؛ خو جګړې او تاوتریخوالي په ډاډه زړه له افغانانو د عبادتونو فرصتونه اخیستي دي.

Trending

Exit mobile version