تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر سرحدي پوليسو بريد کړى
سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه يوه بجه د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په حکیم آباد سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه ټولي وسلوال بريد کړى.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى بريد تائيدوي او وايي، په بريد کې دواړو خواوو ته ځاني زیانونه اوښتي؛ خو کره شمېر يې تر دې دمه څرګند شوی ندی.
د ولسوالۍ يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو پر شرط آريانانيوز ته وويل، چې په دې بريد کې د ټولي د قرارګاه يوې پوستې سقوط کړى، چې په کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.
دغه راز د سرتېرو په ځوابيه ډزو کې پېنځه طالب وسلوال هم وژل شوي او دوه ټپيان دي؛ خو طالبان له پوستې څخه د يوې دهشکې، دوه پيکاوو، يوه کلاشینکوف او زرګونه فيره مرميو پر وړلو بريالي شوي دي.
یاده سرچينه زیاتوي، د بريد په اړه اطلاع موجوده وه، چې همدا اطلاع د ټولي له قومندان نورالله سره شريکه شوې وه؛ خو قومندان نورالله يې په اړه بې غوري کړې، چې له کبله یې د ټولي يوې پوستې سقوط کړى او د دوه نورو ترڅنک چاودنې شوي.
د یادونې وړ ده، چې د سرحدي پوليسو قومندان محمد ايوب حسن خېل تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه ندي ویلي.