تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو اوربند ته هیله مندي ښودلې- د سولې عالي شورا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا وايي، چې وسلوالو طالبانو د افغان حکومت درې میاشتني اوربند ته شین څراغ ښودلی او هیله من یو، چې اوږدمهاله اوربند رامنځته شي.

له وسلوالو طالبانو سره د ولسمشر غني لخوا د مشروط درې میاشتني اوربند له اعلان وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د توضیحاتو په لړ کې وویل، چې: که وسلوال طالبان اوربند رعایت نه کړي، افغان ځواکونه د اوربند په عملي کولو مکلف نه دي.

د هغه په وینا، داعش او نورې ترهګرې ډلې په اوربند کې نه دي شاملې.  

د سولې عالي شورا تمه ښيي، چې دا ډول اوربند کولی شي د جګړې د ښکېلو خواوو تر منځ د سولې خبرو ته لار پرانیزي.

د سولې عالي شورا غړې لیلا جعفري زیاتوي؛ داسې ښکاري، چې وسلوالو طالبانو د افغان حکومت درې میاشتني اوربند ته شین څراغ ښودلی او هیله من یو، چې اوږدمهاله اوربند رامنځته شي.

په نړیواله کچه هم د افغان حکومت د اوربند له دغه اعلانه هرکلی او ملاتړ شوی دی.

د ناتو عمومي منشي ویلي، چې د ولسمشر غني لخوا دغه اعلان شوي اوربند ته باید وسلوال طالبان هم غاړه کیدي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وایي: زه د ولسمشر غني لخوا د اعلان شوي اوربند ملاتړ کوم او له وسلوالو طالبانو هم غواړم، چې د ولسمشر غني د دغې پرېکړې درناوی وکړي.

دغه راز په کابل کې روند سبز نومي بهیر پلویان سړکونو ته را ووتل او د وسلوالو طالبانو ضد شعارونه یې پورته کړل.

دوی وویل، چې د تېر اختر په څېر وسلوالو طالبانو ته باید ډېره آزادي ورنکړشي.

د روند سبز غړی عبدالوحید حمزه وایي، طالبان په تېر اختر کې ښارونو ته راغلل او ډاډمنې ځالې یې جوړې کړې؛ هیله من یو، چې حکومت د اختر په ورځو کې د امنیت خوندي کولو هڅې وکړي.   

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وایي، چې ډېر ځله اوربندونه هغه مهال تېر ایستونکي وي، چې پیل او پای یې څرګند نه وي. زما په اند که طالبان اوربند وکړي، مونږ یې باید ومنو.

په کوچني اختر کې افغان حکومت له وسلوالو طالبانو سره لس ورځنی اوربند اعلان کړ؛ خو وسلوالو طالبانو یوازې درې ورځې اوربند وکړ؛ ډلې ډلې ښارونو ته ننوتل او له افغان سرتېرو سره یې ګډ انځورونه واخیستل.

د یادونې ده، چې طالبانو په لوی اختر کې تر دې دمه د اوربند په اړه څه نه دي ویلي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version