تازه خبرونه

وسلوال مخالفین په یوولس ولسوالیو کې برلاسي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت وایي، نولس ولسوالۍ له هغو سیمو دي، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او ژر به دغو ولسوالیو ته پنځوس زره ځواکونه د امنیت خوندي کولو لپاره ولیږل شي.

که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته اووه ورځې پاتې دي؛ خو دغه ټاکنې امنیتي ګواښونه هم لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي؛ په شمال، سویل او ختیځو سیمو کې یوولس ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسلوالو مخالفینو تر کنترول لاندې دي او نوولس ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي؛ خو په امن فضا کې د ټاکنو د تر سره کیدو ډاډ هم ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي حفیظ الله هاشمي وایي، د ناامنیو په دلیل له څه باندې اووه زره مرکزونو څخه د څه باندې ۵ زره مرکزونو امنیت خوندي شوی دی.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، ناامني په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي؛ دا ښکاره ده، چې د ټاکنو امنیت دې ونیول شي. مونږ هیله من یو، چې په ناامنو ولسوالیو کې دې ټاکنې تر سره او ولایتونه دې له امنیتي ډاډ برخمن شي. لدې پرته به سراسري ټاکنې تر پوښتنې لاندې راشي.

د ولسمشرۍ او ولسي جرګې تېرې ټاکنې له درغلیو سره مل وې، په ځینو ساحو کې، چې امنیت نه و، ډېره درغلي وشوه؛  خو اوس به وکتل شي، چې سږنۍ ټاکنې څه ډول تر سره کیږي.

خبریاله: افسون محمدي

Trending

Exit mobile version