تازه خبرونه

وسلوال طالبان نور ما ته وروڼه نه دي- حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پر شاهین قول اردو د وسلوالو طالبانو له برید وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو په اړه خپل دریځ ته بدلون ورکړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزی د یکشنبې په ورځ(د غویي ۳) یوې رابلل شوې خبري ناستې ته په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان نور ما ته وروڼه نه دي.

نوموړي دا هم ښکاره کړې؛ هر څوک، چې افغانان د بهرنیانو د موخو لپاره وژني، ترهګر دي.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان د خلاصون لپاره به ډېر ژر ټول افغانان منسجم کړي او خپلو انساني هڅو ته به روانې ساتي.

له دې مخکې یو شمېر افغانانو په پخواني ولسمشر؛ ځکه نیوکې کولې، چې ده به وسلوالو طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه او نن یې د خپلو تېرو کړنو پاڼه واړوله.

Trending

Exit mobile version