تازه خبرونه

وسلوال طالبان دې ولس ته د جګړې نه کولو زیری ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې غړي وايي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا تګلاره، وسلوالو طالبانو ته یو ښه طلایي چانس دي، چې ولس له جګړې خلاص کړي.

په افغانستان کې د امریکا له اتلس کلنې جګړې وروسته اوس امریکا د افغانستان د سولې تګلاره خپله کړې ده.

امریکا د دغه کار لپاره افغان امریکايي زلمی خلیلزاد ټاکلی، چې د سولې په اړه د امریکا تګلاره پلې کړي.

د مشرانو جرګې غړي وروستیو پرمختګونو ته په کتو وايي؛ امریکا اوس د افغانستان د سولې لپاره پرېکړه کړې او ښايي، چې په نږدې راتلونکې کې افغانان د سولې شاهدان وي.

د مشرانو جرګې غړی احمد یوسف نورستاني وایي، چې: د خلیلزاد راتګ یو ښه فرصت دی او که د سولې په اړه د امریکا پرېکړه وروستۍ وي او په افغانستان کې د سولې درناوي ته رسیدلې وي؛ سوله راتلی شي او دا هېواد کولی شي په دې اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي.  

د مشرانو جرګې یو بل غړی وايي، چې د سولې د خبرو لپاره د زلمی خلیلزاد رول دېر مهم دی او هغه کولی شي، چې د سیمې سیاستونه مدیریت کړي.

د مشرانو جرګې غړی غیرت بهیر وایي: دولت او طالبان دې لدې فرصته ګټه پورته کړي؛ ځکه امریکا اوس د خپلې ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره دې پرېکړې ته رسیدلې، چې سوله په افغانستان کې خوندي شي.

د مشرانو جرګې رييس هم په دې باور دی، چې د سیمې له سیاستونو د زلمي خلیلزاد باخبري هغه ته د دې فرصت ورکوي، چې د افغانستان د سولې لار روښانه کړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي: د خلیلزاد له راتګ سره سولې ته هیله رامنځته شوې؛ هغه له ستونزو ښه خبر دی او کولی شي له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ کړي. له طالبانو هم غواړو، چې د خلکو غوښتنه ومني، سولې ته راشي او د بهرنیو له اغېزه ځانونه خلاص کړي.

د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي، چې نړیواله ټولنه باید په نړیواله کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې په عمل کې ثابتې کړي او د ترهګرو پر اصلي مرکزونو خپله مبارزه راوڅرخوي.  

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version