تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ماتې نده خوړلې- جوزف دانفورد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي، چې وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ماتې نده خوړلې او جګړه هم د حل لار نده.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد له سي ان ان تلویزیون سره د افغانستان د جګړې او وسلوالو طالبانو په اړه په تازه څرګندونو کې منلې، چې وسلوالو طالبانو د افغانستان په جګړه کې ماتې نده خوړلې.

هغه په دې باور هم دی، چې وسلوالو طالبانو جګړه هم نده بایللې.

دانفورد زیاتوي: د افغانستان ستونزه پوځي حل لار نلري؛ نو، ځکه امریکا او ملاتړي یې پر وسلوالو طالبانو د پوځي، سیاسي او اقتصادي فشارونو د ډېرولو په هڅه کې دي، چې سولې ته یې حاضر کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي بیا د افغانستان په سوله کې د امریکا ناکامي یقیني بولي او څرګندوي، چې د امریکا له ناکامۍ وروسته دوی په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي: امریکا د خپلې طرحې د عملي کولو لپاره ۱۷ کاله وخت درلود؛ خو اوس وسلوال طالبان د افغانستان شپېته په سلو کې خاوره په لاس کې لري. دا د امریکا او ناتو د ۱۷ کلن ماموریت پایله ده، چې له خپل حضور سره یې ستونزې حل نه، بلکې ډېرې هم کړې.

لدې مخکې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو د غونډې په درشل کې امریکا ویلي وه؛ له افغانانو پرته بل هیڅ هېواد حق نلري، چې له وسلوالو طالبانو سره د افغانستان پر سوله مخامخ خبرې وکړي. کارپوهان وايي، چې د افغانستان په سوله کې د روسیې پر ښکېلتیا امریکا اندېښمنه ده او ښايي ګټې یې په خطر کې ولویږي.

پوځي کارپوه محمد اسحق اتمر وایي: په افغانستان کې د سولې ابتکار، چې هر چا تر لاسه کړ؛ هغه به بریالی وي. لکه څنګه، چې روسانو وکولی شول په دې اړه لاسته راوړنې ولري او بریالي شول، چې د مسکو په ناسته کې د افغانستان د سولې عالی شورا غړي او طالبان د خبرو برخوال وشمېرل شي.   

د افغانستان د سولې عالي شورا ويلي، چې د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې بله غونډه هم د جوړیدو په حال کې ده.

له څه وخته، چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره زلمي خلیلزاد ته دنده سپارلې، د سولې په اړه د ده او د خلکو هیلې یو څه غوړیدلي او د دوه یم ځل لپاره یې په قطر کې د وسلوالو طالبانو له استازیو سره درې ورځنۍ خبرې کړي، چې پایلې یې تر دې دمه په ډاګه شوې ندي.

Trending

Exit mobile version