تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو په فراه ولایت کې ۱۸ پولیس وژلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه ولایتي شورا ویلي، چې د وسلوالو طالبانو په یوه کمین کې ۱۸ پولیس سرتېري وژل شوي دی.

 د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع څرګنده کړې، چې تېره شپه د ملي پولیسو یو کاروان د دغه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ پر لوري روان و، چې په لاره کې د وسلوالو طالبانو له یوه کمین سره مخ شو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کمین کې د لاش جوین ولسوالۍ د پولیسو د قومندان محمد اقبال په ګډون ۱۸ ملي پولیس وژل شوي دي.

دغه راز په دې پېښه کې د پولیسو د منتظره قطعې آمر شهباز باتور او د پولیسو د امنیه قومندانۍ د ریزرف ټولي مرستیال موسی دلاور هم وژل شوي او د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال حاجي قادر جان ټپي شوی دی.

کورنیو چارو وزارت نن له غرمې وروسته په یوه خبري ناسته کې د دغو ۱۸ پولیسو سرتېرو وژل کیدل ومنل.

ویل کیږي،چې دغه کاروان یادې ولسوالۍ ته له نوي امنیه قومندان سره وسلې او مهمات هم لیږدول، چې په لاره کې له کمین سره مخ شو.

وسلوالو طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version