تازه خبرونه

وسلوال طالبان د سولې لپاره نه، بلکې امتیاز ترلاسه کولو ته هڅې کوي- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي، چې وسلوالو طالبانو تر اوسه د سولې لپاره ګام ندی اخیستی او ټولې هڅې یې امتیاز ترلاسه کولو ته دي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي سرتېرو وتلو ته په نغوته( اشاره) کې وویل، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي لښکرو له تجاور څخه څلوېښت کاله تېریږي؛ خو اوس هم په هېواد کې جګړه روانه ده.

د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په اند وسلوال طالبان اوس هم سولې ته ندي قانع شوي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ د طالبانو د ټینګار اصلي علت دادی، چې د رښتینو خبرو ته نه حاضریږي او په دې اړه پورته شوي ګامونه د سولې لپاره نه، بلکې امتیاز غوښتنې ته دي.  

ښاغلی عبدالله وايي، چې له څوکۍ سوله ورته غوره ده؛ خو له ملي وحدت پرته به د سولې لپاره هر ډول هڅې مثبتې پایلې ونلري.

اجرائیه رییس دا هم ویلي، چې د سولې رامنځته کولو له هرې شېبې ګټه پورته کول زمونږ فرض دی. په هغو شرایطو کې، چې مونږ زیانونه لیدلي؛ جګړې مو ټولې هڅې اغېزمنې کړي، څوکۍ او مقام له سولې غوره ندي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې سوله قرباني غواړي؛ خو د خلکو قربانۍ هم باید د سولې په بهیر کې له پامه ونه غورزول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم د سولې په مشورتي ناسته کې د افغانانو په مالکیت  د سولې پر بهیر ټینګار څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version