تازه خبرونه
وسلوال مخالفان د پرمختګونو مخه نشي نیولی- ولسمشر غني
ولسمشر غني زیاته کړې، چې وسلوالو مخالفانو د امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره ترهګریز بریدونه ډېرکړي، چې باید زموږ د دایمي وېرې سبب نشي.
ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې روانه جګړه هیڅ راز دیني بنسټ نلري؛ د جګړې پر ځای باید پر سیاسي حل راوڅرخیږو او د تلپاتې سولې لپاره هڅې تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د سولې مشورتې لویې جرګې د جوړیدو لپاره چمتوالی نیول شوي دی.
د سولې عالی شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی وایي، چې اوس هم د سولې لپاره سیمه ییزه سیاسي اراده نشته او د سولې بېلابېلې هڅې روانې دي او دا بهیر یې ځنډینی کړی دی؛ خو د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرو نړیواله سیاسي اراده رامنځته کړې ده.
د سولې عاي شورا د څرګندونو له مخې؛ د سولې مشورتي جرګه د غویی پر نهمه په کابل کې جوړیږي، چې په کې به ولس د سولې لپاره حدود وټاکي. په دې مشورتي جرګه کې به له دوه نیم زره ګډونوالو څخه دېرش سلنه ښځې برخه ولري. د دغو کسانو غوراوی به په ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د سهمیې له مخې ترسره کیږي او دا د سولې لپاره د یووالي رامنځته کولو یوازنۍ لار ده.
خبریال: ادریس قادري