تازه خبرونه
وسلوال طالبان او حکومت دې اوربند وکړي- مسلمیار
د مشرانو جرګې رییس وايي، چې روانه جګړه د هیڅ لوري په ګټه نده.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي؛ له طالبانو غواړو، چې ویښ شي؛ د سولې غږ پورته او اوربند وکړي. مونږ له ښکېلو خواوو غواړو، چې دا کار وکړي او وینه توییدنه پای ته ورسوي؛ ځکه دغه حالت د هیچا په ګټه ندی.
یو شمېر سناتوران پدې باور دي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره هیڅ دلیل نشته.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال هم وايي؛ د سولې د خبرو لپاره باید مناسبه تګلاره جوړه شي، چې په هېواد کې جګړه پای ومومي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال: محمد علم ایزدیار وایي، چې خلک له روانې جګړې ستړي شوي او هره ورځ وژل کیږي. د تلپاتې سولې لپاره باید سمه لار ولټول شي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله رلامنځته شي.
د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي، چې لږ تر لږه د روژې په میاشت کې باید خلک په اوربند کې ژوند وکړي.
د مشرانو جرګې غړي عبدالطیف نهضت یار ویلي، چې نور؛ نو د جګړې د غزولو لپاره کوم دلیل نشته باید جګړه پای ومومي او په ځانګړي توګه د روژې په مبارکه میاشت کې د مسلمان وینه ونه بهیږي.
د مشرانو جرګې زیاتره غړي پدې باور دي، چې اوس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې ته د رسیدلو زمینه برابره شوې؛ نو، ځکه وسلوال طالبان دې خپل دریځ نرم کړي او د افغانانو خپلمنځي خبرو او سولې ته دې غاړه کیدي.
خبریال: رفیع صدیقي