تازه خبرونه

وسلوالو غلاوو او شوکو کابل ښاریان تر پزې راوستي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په پلازمېنه کابل کې د وسلوالو کسانو لخوا وروستی مورد د ښار د لویدیځې سیمې د امریکایي پوهنتون پر زدکړیال علی سینا د تېرې شپې( د مرغومي ۱۴) برید دی، چې د وسلوالو غلو د چاقو پر ګوزارونو وژل شوی دي.

په پلازمېنه کابل کې هره ورځ د ښار له بېلابېلو برخو څخه د وژنو او موبایل د غلاوو راپورونه ورکول کیږي، چې پدې لړ کې علي سینا د کابل د لویدیځې څنډې هغه اوسیدونکی و، چې کورته پر لاره د چړو پر ګوزارونو وژل شوی دی. که څه هم د دې پېښې انګېزه روښانه نده؛ خو ګومان کیږي، چې غلو لوټ کړی دی.

د علي سینا ورور ویلي؛ ۲۲ کلن علی سینا د مور یوازنی زوی و، چې له ستونزو ډک ژوند یې تېر کړی دی.

د علي سینا خپلوانو څرګنده کړې، چې که د کابل امنیتي حالات همداسې روان وي؛ مونږ به علی سینا ته ورته سلګونه ځوانان له لاسه ورکړو.

د پلازمېنې هرې څنډې ته، چې ولاړ شئ  ښاریان له وسلوالو غلاوو او شوکو اندېښنه شيي. په تېرو درې ورځو کې دوه کسان د اوومې ناحیې، دوه کسان د درېیمې ناحیې او یو بل کس د اتلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې وژل شوي، چې انګېزه یې وسلوالې غلاوې ښودل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند عصمت الله نیکزاد ویلي، چې برید کوونکیو د علی سینا مبایل او کمپیوتر له ځان سره وړي دي.

ککړې هوا، چاودنې، وسلوالو غلاوو، شوکو د هېوادوالو په ځانګړي توګه د پلازمېنې کابل د اوسیدونکیو ژوند تریخ کړی دی. که څه هم امنیتي مسوولین پدې اړه د یو لړ ځانګړیو هڅو یادونه کوي؛ خو د جنايي جرمونو ګراف د لوړیدو په حال کې دی.

Trending

Exit mobile version