بلخ @ps

وسلوالو طالبانو په فاریاب ولایت کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

شاهین ۲۰۹ قول اردو په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان تېر ماښام/ د شنبې پر ورځ د مرغومي ۲۸ / د دې ولایت د اندخوی ولسوالۍ د خانقا کلي په یوه کور کې دننه د یوې کورنۍ ۶ غړي پر ډزو وژلي دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي، چې؛ د سلوالو طالبانو په ډزو کې د دې کورنۍ دوه نرینه، دوه ښځې او یوه ۴  او بله ۱۴ کلنې نجونې وژل شوي او یوه ښځه او یو ماشوم، چې پښه یې پرې شوې ټپیان دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق زیاته کړې، چې طالبانو یوه صحرایي محکمه ترسره کړې، چې په کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دغه جنایت مستري محمد لخوا، چې د تش په نامه ولسوال خنجري له کسانو څخه دی؛ تر سره شوی.  

نوموړي په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو د دغې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره په اړوند سیمه کې عملیات پیل کړل؛ خو د پېښې ځای ته ونه رسیدل. له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د پېښې یو عامل له دوه ملګرو سره وژل شوی دی.  

طالبانو په دې پېښه کې هر راز لاس لرل رد کړي او څرګندوي، چې دغه پېښه د ځانګړیو او کورنیو ستونزو په پایله کې رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version