تازه خبرونه
وسلوال کاروان نن په کابل ښار کې پر ډزو لاس پورې کړ
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
کوم تصویرونه، چې آریانا نیوز په کابل کې ثبت کړي، ښیي، چې پولیس د ډزو په مخنیوي کې پاتې راغلي.
د احمد شاه مسعود د ۱۶ تلین د ویرجنو وسلوالو د موترو کاروانونه په ښار کې ګرځي او نظم یې ګډوډ کړی او په ډېرو برخو کې یې خلک وېرولي دي. په داسې حال کې، چې د ښار مرکزي او شمالي سړکونه تړل شوي؛ خو ګڼه ګوڼه یې را منځته کړې ده.
په موترو کې په لوړ غږ سندرې، د موترو بې ساری سرعت، له وسلو استفاده او په ځینو برخو کې زور ویل هغه څه دي، چې د خلکو اندېښنې یې را ولاړې کړي؛ خو د کابل ګارنیزیون د قومنداني سرپرست افضل امان امان وایي، چې د تېر کال په پرتله بې نظمي لږ وه.
که څه هم دوه تنه د ډزو له کبله برسیرن ټپي شوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې هیڅ ټپي روغتون ته نه دی ورلیږدول شوی.