سیمه ییز خبرونه

وسلوالو طالبانو په غزني ښارکې ۱۱ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

غزني امنیه قومندان وایی چی وسلوالو طالبانو تېره شبه په غزني ښارکې پر څو امنتی پوستو بریدونه وکړل، چې په کې نهه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او دغه راز ۱۳ وسلوال مخالفین هم وژل شوي دي.

د غزنی امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د غزني په خشیک او شاه باز کلیو کی پر امینتي پوستو بریدونه کړي، چي په کې نهه پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي .

نوموړي زیاته کړې؛ امنتي څواکونه توانیدلي، چي له خپلو پوستو دفاع وکړی او له بریدګرو دیارلس ووژني او یوولس نور ټپیان کړي.

طالبانو په غزنی کي خپل بریدونه ډېرکړي؛ خو تراوسه په دی ندی توانیدلي، چي کومي سمی ترخپلې ولکې لاندی راولي.

Trending

Exit mobile version