تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو د فراه په پشترود ولسوالۍ کې درې سرتېري پر ډزو وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پشترود ولسوالۍ ولسوال وایي، وسلوالو طالبانو د فراه د پشترود ولسوالۍ په مساو سیمه کې درې کسه له موتره کښته کړي او پر ډزو یې وژلي دي.
د پشترود ولسوالۍ ولسوال غوث الدین خان زیاتوي، دا درې وژل شوي کسان د حکومت اړوند پوځیان ول.
امنیتي چارواکو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.