تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د سولې طرحه رد کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل پروسې په دوه یمه ناسته کې طالبانو ته د افغان حکومت لخوا بې ساري وړاندیزونه وشول او انګېرنې دا وې، چې ممکن دغه ډله دا ځل شین څراغ ښکاره کړي؛ خو طالبانو د حکومت د سولې طرحه دسیسه وبلله او خپله بنسټیزه غوښتنه یې د بهرنیو ځواکونو وتل ونوول، چې د څرګندونو له مخې ورته په دې طرحه کې اشاره نه ده شوې.

د طالبانو دې څرګندونو ته د حکومت ځواب دمګړۍ پر طرحه د بیا کتنې ګواښ دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم ویلي، چې که طالبان او نورې ډلې جګړو ته دوام ورکړي او زمونږ خلک ووژني، تاوتریخوالی رامنځته کړي، ازښتونو ته درناوی ونه کړي؛ نو په هغه وخت کې به دوی سولې ته د خبرو اترو له لارې د رسیدو ټولې هیلې پخپله له منځه وړي او مونږ به هغه مهال پر طرحې بیا کتنه وکړو.

کارپوهانو په ډاګه کړې؛ د افغانستان په جګړه کې د سیمې او نړۍ استخبارات لاس لري او، چې هغوی امن ونه غواړي جګړه به روانه وي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي؛ په خواشینۍ، چې مونږ د ایران، سعودي، پاکستان، هند، امریکا او روسیې د سیالیو قرباني یو. تر هغه وخته، چې دغه هېوادونه افغانستان د تفاهم ډګر ونمني او د سیالیو د ډګر په سترګه ورته ګوري؛ مونږ به له دې د تندې جګړې شاهدان وو.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست  په روانه جګړه کې د ولسي خلکو ننګه کوي او وایي: په  افغانستان کې، چې ولس وژل کیږي هغه که طالبان دي که داعشیان او که عسکر دا ټول د بغدادي، اخوندزاده، د افغان چارواکو او د پارلمان د وکیلانو زامن نه دي؛ نو له همدې کبله یې څوک په کیسه او غوصه کې هم نه دي.

د افغان حکومت د سولې تازه طرحه د ملګرو ملتونو، اروپایی ټولنې او د افغانستان په قضیه کې د بېلابېلو ښکېلو لوریو له هرکلي سره مخ شوه. اروپایي ټولنې له طالبانو غوښتي، چې د حکومت د سولې دې طرحې ته مثبت ځواب ورکړي او امریکا هم ورته غوښتنه مطرح کړې ده.

خبریال: خلیل الرحمان امید

Trending

Exit mobile version