1393ټاكنې

وقاد: د ټاکنو له دواړو نوماندانو غواړم چې د تفتیش او ابطال بهیر پایلې ومني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اسلامي حزب د شوراګانو د یووالي ټولنه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غواړي، چې د ټاکنو پایلې په ټاکل شوي وخت اعلام کړي. د دې ټولنې مسئولین له دواړو نوماندانو غواړي، چې د تفتیش او ابطال بهیر پایلې ومني.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټاکنو د بهیرد اوږدېدو له کبله د خلکو او بېلابېلو بڼسټونو اندېښنې زیاتېږي.

د افغانستان د اسلامي حزب د شورګانو د یووالي ټولنه د لویې جرګې په کیږدۍ (خیمه) کې یوه ناسته جوړه کړه او د ټاکنو د بهیر پر ژر پای ته رسېدو یی ټینګار وکړ.

د افغانستان د اسلامي حزب د شوراګانود یووالی د ټولنې مشر قاضي محمد امین وقادوایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید روان بهیر ژر پای ته ورسوي او پایلې هم په ټاکل شوې نېټه اعلام کړي.

هغه همداراز وایی، دا د نوماندانو ملي مسئولیت دی، چې د ټاکنو پایلې ومني او داسي دولت جوړ کړي، چې د اساسي قانون سره سم د رقابت پر ځای د رفاقت او همکاري اصل پکې مراعات شوی وي.

د افغانستان د اسلامي حزب د شوراګانو د یووالي ټولنه په داسې حال کې په خپل وخت سره د ټاکنو د پایلو د اعلام غوښتنه کوي، چې ملګرو ملتونو له ولسمشر حامد کرزي غوښتي، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم، چې ټاکل شوې وه د سې شنبې په ورځ تر سره شي، شاته وغورځوي.

Trending

Exit mobile version