تازه خبرونه

ولادمیر پوتین د څلورم ځل لپاره بیا ولسمشر شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو پایله ښيي، چې د روسیې اوسنی ولسمشر ولادمیر پوتین د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۷۶ سلنه رایو له خپلولو سره د څلورم ځل لپاره بیا ولسمشر شو.

ښاغلي پوتین هم د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په مسکو کې یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه، چې: رایه ور کوونکیو د وروستیو څو کلونو بریاوې پېژندلې دي.

د روسیې د ټاکنو کمیسیون ویلي، د نږدې ټولو رایو په شمېرلو ولادمیر پوتین ۷۶ سلنه رایې ګټلې دي.

د یوې نظرپوښتنې له مخې؛ په ټاکنو کې ۶۳،۷ سلنه خلکو ګډون کړی دی.

پوتین تېره ورځ صندوق ته د رایې اچولو پر مهال وویل، هره هغه پایله یو بری دی، چې د ولسمشرۍ د دندې د ترلاسه کولو امکان ورسره وي.

ولادمیر پوتین په دې ټاکنو کې د خپلواک نوماند په توګه ګډون کړی و او د خپلو اووه سیالانو په ګډون یې خپل سیال کمونیست ګوند ته په ټاکنو کې ماته ورکړه.

د رایو له مرکزونو ځینې ویدیویي انځورونه ښيي، چې په ځینې ښارونو کې اصول تر پښو لاندې شوي دي؛ خو د ټاکنو مرکزي کمیسیون مشره الا پامفیلووا وايي: په ټاکنو کې د درغلۍ پېښه نه ده لیدل شوې.

پوتین د بېلابېلو شخصیتونو له نیوکو سره هم مخ دی او ځینو ویلي، چې هغه له نړیوالې جګړې سره یو لاسی شوی؛ خو د حکومت مخالف یو ډېر مهم مشر الیکسي ناوالني په دغو ټاکنو کې له ګډون منع شوی او د حکومت مخالفانو هم په کې ګډون ونکړ. دغه راز اوکرایني روسان هم په ټاکنو کې له برخې اخیستو بې برخې پاتې شوي دي.

ولادمیر پوتین په ۱۹۱۹ کال کې د روسیې لومړی وزیر شو او بیا له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ پورې دوه ځلې ولسمشر ټاکل شوی دی. له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۲ پورې بیا د خپل هېواد لومړی وزیر و او اساسي قانون یې په دې پړاو کې له بدلون سره مخ کړ، چې ورسره د ولسمشرۍ دوره له څلورکلنۍ څخه شپږ کلنۍ ته وغزیدله. له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه ولسمشر و او دا دی په اوسنیو ټاکنو کې به له بري سره تر ۲۰۲۴ کاله ولسمشر وي.

د یادونې وړ ده، چې څلور کاله مخکې د مارچ په ۱۸ ولسمشر پوتین د یوه تړون له لاسلیکولو سره د کریمیا تاپووزمې واک له اوکراین څخه روسیې ته ولېږداوه.

Trending

Exit mobile version