1393ټاكنې

ولایتونو ته د دویم پړاو ټاكنو د اساسي موادو لېږد پېل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، د دويم پړاو ټاكنو لپاره ټول اړين مواد دوی تر لاسه كړي او د دې موادو د لېږد پروسه د شنبې په ورځ ( د غویي ۲۷ ) پېل شوه.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند همدا راز ټينګار كوي، چې د دې بنسټ غړي به له دوو مخكښو كانديدانو سره يوې ناسته كې له هغوی وغواړي، چې په خپلو ټاكنيزو كمپاينونو كې ژبنيو او قومي مسايلو ته لمن ونه وهي.
دويم پړاو ټاكنو ته چمتوالى. د غويي له ۲۷ ولايتونو ته د اساسو ټاكنيزو موادو د لېږد پروسه پېل شوه. د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:
د رايي وركولو ۱۵ميليون پاڼې چاپ شوي او هڅه كېږي، چې د لومړي پړاو ستونزې په دويم پړاو كې تكرار نه شي.
د پلان له مخې، د غويي ۲۷ كې بايد د ولايتي شوراګانو د ټاكنو لومړنۍ پايله اعلام شوې واى، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې په كار كې د زيات دقت له وجې به دا كار يوه يا دوه ورځې وروسته تر سره شي.
بلخوا د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشرۍ له دوو مخكښو كانديدانو سره د شنبې په ورځ ناسته درلوده.
په دويم پړاو ټاكنو به اتلس ميليون ډالره لګښت راشي، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مسئولينو په وېنا، په دې برخه كې هېڅ راز تخنيكي او مالي ستونزې نشته او د دويم پړاو ټاكنو په باب امنيتي مسايل به هم د دوی په وېنا، له امنيتي چارواكو سره شريك شي.

Trending

Exit mobile version