سیمه ییز خبرونه
ولایتي ادارو له مرستندویانو سره خپل لومړیتوبونه شریک کړل
د یو شمېر ولایتونو والیان او د سکتوري وزارتونو استازي په کابل کې د یوه مرستندویه بنسټ لخوا را وبلل شول، چې د پوهنې، روغتیا، کرنې او بیا رغونې په برخو کې خپل لومړیتوبونه او اړتیاوې شریکې کړي.
چارواکو ویلي، چې ولایتونه سختو جګړو ځپلي او په تېرو شل کلونو کې ولایتي پروژې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او په عمل کې هیڅ کار نهدی شوی.
مرستندویانو سره د لومړیتوبونو د شریکولو په ګډه غونډه کې د بامیان ولایت والي ویلي، چې په تېرو شل کلونو کې دولتي او نادولتي مرستندویو بنسټونو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هیڅ بنسټیز کار نهدی کړی.
ده د بامیانو یادونه وکړه، چې په دې ولایت کې روغتیا، پوهنې، کرنې او بیا رغونې ته جدې اړتیا ده او مرستندویه بنسټونه باید له حکومت سره همکار پاتې شي.
د بامیان ولایت والي عبدالله سرحدي وایي: په تېر کې د هېواد په لریو پرتو سیمو کې د موسسو لخوا هیڅ خدمت نهدی شوی او حکومت باید د دې ستونزو د حل کولو لپاره دقیق پروګرامونه جوړ کړي.
د پوهنې وزارت د د ینې زدهکړو او دارالایتامونو عمومې رییس ویلي، چې په لریو پرتو ولسوالیو کې د زدهکړي بهیر له سختو ستونزو سره مخ دی.
د پوهنې وزارت د دیني زدهکړو عمومي رییس عبدالرازق صدیقي ویلي: زمونږ د زدهکړو په سیستم کې ډېرې ستونز دي او دې ته باید جدي پاملرنه تر سره شي او حکومت باید لهدې موضوع سره پوره برخورد وکړي.
په دې غونډه کې د محمد قیس ارغندیوال خیریه بنست استازي انجنیر محمد خالد ژمنه وکړه، چې په ټولو ولایتونو کې به دارالایتامونه جوړوي او د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې به د خلکو او دولت لاسنیوی کوي.
د زابل ، میدان وردګ، بامیان، پروان، خوست، غزني او نورو ولایتونو مسوولین له کورنیو مرستندویانو غواړي، چې په دې نازکو شرایطو کې د هېواد په رغونه کې پراخه ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ را وروسته زیاترو مرستندویو بنسټونو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي دي او د بیا رغونې چارې هم پیکه شوې دي.