تازه خبرونه

ولایتي شوراگانې د هېواد په ثبات او پرمختگ کې مهم رول لوبولی شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانگړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، چې که ولایتي شوراگانې خپل مسوولیتونه تر سره کړي، په بېلا بيلو برخو کې پرمختگ او سمونونه را منځته کیدای شي.
د ښه استازیتوب په نوم په کابل کې د لس ولایتونو د ولایتي شوراگانو د نویو غړیو لپاره په یوه غونډه کې د افغان ولسمشر اشرف غني ځانگړي استازي احمد ضیا مسعود وویل، چې:
ولایتي شوراگانې د هيواد په ثبات او پرمختگ کې مهم رول لوبولی شي.
د سیمه ییزو ارگانونو د خپلواکې ادارې سرپرست عبدالمتین بیگ په باور؛ په کار ده، چې ولایتي شوراگانې په خپلواکه توگه عمل وکړي او د خلکو ستونزې حل کړي.
د لوگر د ولایتي شورا غړی محمد قسیم صدیقي وايي، که کابل د ولایتي شوراگانو سپارښتنې او غوښتنې په پام کې ونیسي، ښايي ډيرې ستونزې به حل شي.
د پروان د ولایتي شورا غړی محمد ظاهر سالنگي وايي، چې قانون باید په ټولو یو ډول عملي شي.
د کابل د ولایتِ شورا غړې زهره نوابی وايي، که حکومت ولایتي شوراگانو ته پام وکړي، په ولایتونو کې به ژور مثبت بدلونونه رامنځته شي.
په غونډه کې د ولایتي شوراگانو ټولو غړیو ټیبنگار وکړ، چې دغه شوراگانې د حکومت او خلکو تر منځ د اړیکو په ټينگولو کې مهم رول لري.

Trending

Exit mobile version