تازه خبرونه
ولایتونو ته د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د اساسو توکو لیږد پیل شوی
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارشبنې پر ورځ( د وږي ۶) د بایومتریک دستګاوو د تخنیکي نیمګړتیاوو خبره کړې وه؛ خو اوس وایي، ولایتونو ته د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د اساسو توکو لیږد پیل شوی دی.
ځینې ګوندونه له کمیسیون غواړي، چې د ستونزې د حل کولو ډاډ خلکو ته ورکړي.
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مرستیال محمد ناطقي خبرداری ورکوي؛ که د ټاکنو خپلواک کمیسیون خلک د دې ستونزې د حل په تړاو ډاډمن نکړي، بایومتریک دستګاوې به د منلو نه وي.
د جنبش ملي اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج ویلي، چې دا کمیسیون ته د خطریوزنګ دی او باید وپوهیږي، چې په پاتې یوه میاشت کې کمپني کولی شي اړوند تخنیکي ستونزه حل کړي او کارکوونکي یې کارولو ته چمتو شي.
ټاکنڅاري هم د دې دستګاوو پر تخنیکي نیمګړتیاوو او د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر بل ورته کړکېچ اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو څار بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي، که څه هم د ټاکنو د تر سره کیدو پر ورځ د بایومتریک دستګاوو له کارولو ډاډمن نه دي؛ خو د بایومتریک دستګاوو د غوره کارولو لپاره کمیسیون باید اړوند ماشینونه په څلور ولایتونو کې و کاروي، چې له کارولو یې ډاډمن شي.
بایوومتریک دستګاوې د ټاکنو روڼتیا باوري کولی شي؛ خو د دې دستګاوو د کارولو مساله جدي ښکاري. که یې ستونزه حل نه شوه، په ښکاره درغلیو ته لار برابریدای شي.
خبریاله :دیانا صمدي