تازه خبرونه

ولایتونو ته پنځوس په سلو کې اساس ټاکنیز توکي لیږدول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې ولایتونو ته پنځوس په سلو کې اساس ټاکنیز توکي لیږدول شوي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا شل ورځې پاتې دي؛ خو ولایتونو ته څه نا څه پنځوس سلنه ټاکنیز توکي لیږدول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، یوازې د لویدیځ او سویل لویدیځ زون ټاکنیز توکي لیږدول شوي او د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ټاکنیز توکي په بغلان کې د جګړې له کبله ندي  لیږدول شوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وايي، چې شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته لیږل شوي اساس ټاکنیز توکي  د ناامنیو له کبله له نیمې لارې کابل ته راګرزول شوي دي.

  ټاکنڅاري بنسټونه ولایتونو ته د اساسو ټاکنیزو توکو په نه رسیدو اندېښمن دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید ویلي، چې که ولایتونو ته ټول اساس توکي ونه لیږدول شي؛ ښایي ټاکنې وځنډیږي.

د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي وایي، چې د دغو ولایتونو ټاکنیز توکي په پلخمري کې د جګړو له کبله په لاره کې درول شوي په بغلان کې د جګړو له کبله د ټاکنو اساس توکي ځینو ولایتونو ته ندي لیږدول شوي.

د پلان له مخې تر دې مهاله باید ولایتونو ته نږدې اووه لس زره صندوقه اساس توکي لیږدول شوي وای؛  خو تر اوسه شاوخوا اووه زره صندوقه توکي ولایتونو ته لیږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version