تازه خبرونه

ولسشمر غني: وروسته له دې، دې دیپلوماتان د آزادو سیالیوله لارې وټاکل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون غواړي چې وروسته له دې ټول دیپلوماتان د آزادو سیالیو له لارې وټاکل شي.

نوموړي د افغانستان ټیکاو د صادراتو له ډېروالي سره تړلی وباله او ویې ویل واردات تر صادراتو دولس برابره زیات دي. نوموړي چې د سوداګریزو اتشو د معرفي په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د ټولو ادارو کارونه چې کارکونکي یې د اړیکو په اساس ګمارل شوي، بې پایلې دي.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان سوداګریزې اتشې د ښځو په ګډون د آزادو سیالیو له لارې وټاکل شوې. ولسمشر له دوی غواړي چې په بهر کې د پانګونې د جذب لپاره هڅې وکړي. ولسمشر په دې هکله زیاتوي: “زه له تاسو هیله لرم چي د بهرنیو چارو وزارت مسوولین هم ورته کړنه تر سره کړي او په بهر کې د دیپلوماتو ګمارونه د ازادو او روښانه سایلو له لارې تر سره او وګمارل شي”

ولسمشر غني که څه هم افغانستان  ته د وارداتو په اوسني بهیر اندېښمن دی؛ خو وایی، د هغو اداروکارکونکي چې د اړیکو په اساس ګمارل کیږي که څه هم میلونونه ډالر یې لګولي خو کارونه یې بې پایلې دي.

نوموړی د صادارتو او وارداتو په هکله وویل:: “د صادراتو کچه مو له وارداتو 12 چنده کمه ده؛ نو څنګه ویلای شو چې یو با ثبات هېواد یو”

نوې سوداګریزې اتشې د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره د افغانستان چاپیریال بې ثبات بولي او وایي، بهرني پانګوال په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

په دې هکله د افغانستان سوداګریزه اتشه  صدف دشتي ووېل: “زموږ له اساسي دندو یوه یې د بهرنیو سوداګر هڅونه ده څو زموږ په هېواد افغانستان کې س پانګونه وکړي او همدا شان صادراتو ته وده او هغو ته ښه بازار مندنه”

همداراز ولسمشر محمد اشرف غني ووېل: ” دا چې موږ له هېواد بهر کورنیو محصولاتو ته ښه بازار مندونه او د بهرنیو سوداګرو هڅونه د همدې اتشو دنده ده او په دې هکله باید خپلې هر اړخیزې هڅې او کوښښونه غښتلي کاندي”

او نوموړی زیاتوي چې هېواد کې  څلویښت سلنه خلک د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په وینا یې افغانستان کولی شي د وارداتي توکو اتیا سلنه خپله تولید کړي.

Trending

Exit mobile version