سیمه ییز خبرونه
ولسمشرحامد كرزي ته د هند په سفر كې افتخاري دوكتورا وركړ شوه
افغان ولسمشر حامد كرزي د هند له ال. پي. يو پوهنتون څخه افتخاري دوكتورا تر لاسه كړه.
دغه مراسم د هندوستان د پنجاب ايالت د جلندرښار په پوهنتون كې تر سره شوسي، چې د هند د ولسمشر پرتاب موكرجي په گډون په كې د پنجاب ايالت والي او د دغه پوهنتون استادانو او زده كوونكيو برخه اخيستې وه.
د هند ولسمشر پرناب موكرجي ويلي:
افغان ولسمشر حامد كرزي ته د دوكتورا دغه سند د افغانستان د ښوونې او روزنې، د بېخبناوو د جوړولو، روغتيا، اقتصاد او نړيوالو اړيكو په وياړ وركول كيږي.
په دې مراسمو كې د پنجاب والي حامد كرزى د هندوستان ستر ملگرى ونوماوه او ويې ويل، چې د پنجاب دا پوهنتون او خلك به د ده راتگ دې پوهنتون ته هيڅكله هم هير نه كړي.
ورپسې افغان ولسمشر حامد كرزي په خپلو خبرو كې وويل:
د وياړ ځاى دى، چې ال. پي. يو پوهنتون افتحارى دوكتورا را په برخه كړه.
ښاغلي حامد كرزى وايي:
هند د افغانستان د خلكو د ملگري په توگه افغانستان ته د نورو ډېرو مرستو تر څنگ افغان ځوانانو ته هر كال د زده كړو لپاره د ۲۰۰۰ بورسونو زمينه هم برابره كړې ده.
افغان ولسمشر زياته كړه، چې هند نه يوازې له افغان ځوانانو سره د ښوونې او روزنې په برخه كې مرسته كړې، بلكې د افغانستان د ودې او پراختيا په چارو كې يې هم مرستې كړې دي.
ويل كيږي، چې ال. پي. يو پوهنتون د هند يو ستر ځانگړى پوهنتون دى، چې د هند د پنجاب ايالت په جلندر ښار كې موقعيت لري.
دغه پوهنتون وسمهال د هند له ۲۸ ايالاتونو او د نړۍ له ۲۶ هېوادونو څخه ۳۰ زره زده كوونكي لري.