تازه خبرونه
ولسمشرغني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له رئیس او غړیو سره وکتل
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رئیس احمد یوسف نورستاني او د دغه کمیسیون له غړیو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، احمد یوسف نورستاني د نورو په استازیتوب د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د موجود حالت او د راروانو پارلماني انتخاباتو لپاره د چمتوالي او په هغوکې د متصورو ستونزو او ننګونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رئیس او غړیو سره د دغه کمیسیون پر تخنیکي، امنیتي او تشکیلاتي مسئلو، سرچینو، سیاسي اجماع او په ټول هېواد کې په متوازن ډول د انتخاباتي مرکزونو د جوړېدو په باب خبرې وکړې.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل:
“زه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون استقلالیت ته پوره درناوی لرم، د کمیسیون استقلالیت ضروري دی او دغه استقلالیت باید په داسې عملي ډول وساتل شي چې د افغانستان ولس او سیاسي ټولنه پر هغه باور ولري.“
د هېواد جمهور رئیس په بنیادي توګه د انتخاباتي ستونزو پر هوارولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل؛ د دې لپاره چې افغانستان وکولای شي د خپلو خلکو د غوښتنو پر بنسټ د باور وړ انتخابات ترسره کړي، ټولو اړوندو او په انتخاباتوکې ښکیلو ادارو ته لازمه ده چې د بشپړې همغږۍ او ښه انسجام له لارې کار وکړي.
جمهور رئیس غني د دغې کتنې په پای کې وویل، اصلاحات باید رامنځته شي خو د دې لپاره چې دغه اصلاحات په سمه توګه ترسره شي یو مناسب فرصت ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د زمردو کان کېندونکیو ته له ۵۶۰ ډېر جوازونه وېشل شوي
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په دې ولایت کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق پای ته رسېدلی او د زمردو د قانوني او اصولي کان کېندنې لپاره مو تر اوسه له ۵۶۰ څخه ډېر جوازونه وېشلي دي.
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې، چې له دې کار سره څه باندې لس زره پنجشېریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد قاسم امیري د پنجشېر د یاقوتو د ټولو کانونو د سروې او استخراج د جوازونو د وېش لپاره دې ولایت ته له دې وزارت څخه د سروې او تخنیکي ډلې د لېږلو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشېر خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او په دغه ولایت کې د یاقوت او زمرد د استخراج د جوازونو پر ورکولو ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د دوحې په درېیمه ناسته کې د معنا داره ګډون غوښتونکی دی.
امیرخان متقي دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسون سره په کتنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاست او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې رزماري این ډي کارلو سره د ترسره شویو ګټورو خبرو په رڼا کې ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون د ارزونې په حال کې دی، چې له پایلو وروسته به په دې اړه وروستی دریځ اعلان شي.
هغه ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي، چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.
متقي ويلي، چې افغانستان له ۴۵ کلنې جګړې او بربادۍ وروسته اوس په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مثبتې لاسته راوړنې لري.
ټوماس نیکلاسون د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او څرګندوي، چې په دې غونډه کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
نوموړي له متقي سره د لیدنې په اړه خپل نظرونه هم شریک کړل.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د جون پر دېرشمه جوړه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د کنفرانس په تېر پړاو کې پخپلو غوښتنو د ټینګار له کبله له ګډون ډډه کړې وه.
تازه خبرونه
تحول: په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو د روسیې اندېښنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ4 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
نړۍ3 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
-
لوبی3 days ago
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه3 days ago
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
-
تازه خبرونه3 days ago
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې