تازه خبرونه

ولسمشرغني د کابل امنیتي څارنه په لنډمهاله توګه امرالله صالح ته وسپارله

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۳۹۹)

په هېواد او په ځانګړي توګه کابل ښار کې د بېلابېلو جرمونو د ډېرېدو له کبله ولسمشر اشرف غني د راتلونکیو څو اوونیو لپاره د کابل د امنیت څارنې مسوولیت خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلی دی.

امرالله صالح د جمعې پر شپه په خپله فېسبوک پاڼه کې په ډاګه کړې، چې زه به د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیت څارنې د اړوند چارو بشپړ مسوولیت پرغاړه واخلم.

هغه کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړې، چې خلکو ته د امنیت د خوندي کولو لپاره د قانون په پلي کولو کې به د مجرمینو په اړه هیڅ مصلحت په پام کې نه نیبسي؛ ځکه، چې په خپل سیندګي که په دې اړه خواخوږي نلري.

هغه په ډاګه کړې، چې د نوي مسوولیت د تر سره کولو ترڅنګ به خپلې نورې دندې هم روانې ساتي او د امنیتي تړون پلي کول به د دې برنامې یوه برخه وي.

 زه کابل د خپل اورغوي په څېر پېژنم. تاسې ډاډه اوسئ، چې زما نورې ټولې دندې او مسوولیتونه به تېر ته ورته ترسره کیږي.

هغه په ډاګه کړې: د غلو، ځوروونکیو، زورواکو، قانون ماتوونکیو، د عامه ملکيت غصب کوونکيو او عادتي مجرمين، چې د قانون تر چتر لاندې غولوونکې هڅې ترسره کوي؛ د ټولو نوملړ مخکې له مخکې جوړ شوی دی.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان امنیتي نهادونه پیاوړي کول او خلکو ته نږدې کول د دې پروګرام یوه بله برخه ده.

نوموړي له خلکو غوښتي؛ خپلې ستونزې له هرې لارې، چې وي تر ده راورسوي او خپله ایماني او بشري دنده په دې اړه تر سره کړئ.

Trending

Exit mobile version