تازه خبرونه
ولسمشرمحمد اشرف غني په کابل کې د پرونۍ حملې د څېړنې لپاره يو پلاوي ټاکلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشرمحمد اشرف غني په کابل کې د پرونۍ حملې د څېړنې لپاره يو پلاوي ته سپارښتنه وکړه، چې د دې پېښې عاملين ترجدي تعقيب لاندې ونیسي او د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي.
له ولسمشرۍ مانۍ څخهپه خپرهشوې اعلاميهکې راغلي،چې ولسمشر غني په کابل کې د پرونۍ حملې او د هېواد د عمومي امنيتي وضعت په اړه د ملي امنيت د شورا له غړيو او د حکومت لهلوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
د اعلاميې له مخې، ولسمشر په ډاگهکړه،چې افغانستان اوس هم سولې ته ژمن دی؛خو د تروريستانو دغه راز بریدونوته په بشپړ ځواکځواب ويل کیږي.
ولسمشرد داسې پېښو د تکراریدو د مخنيوي په اړه هم خبرې وکړې او د هېواد د امنيتي ځواکونو پر تقويه او پياوړتیايې ټينگار وکړ.