سیمه ییز خبرونه
ولسمشريزې ټاكنې دوه يم پړاو ته لاړې
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس نورستاني نن پنجشنبه(د غويى۲۵) د وري د ۱۶ ولسمشريزو ټاكنو وروستۍ پايله اعلان كړه.
ښاغلي نورستاني وويل:
د ولسمشرۍ نوماندانو دوه پنځوس جمعه يو رايې تر لاسه نه كړې او د لومړنيو پايلو دوه مخكښ نوماندان داكتر عبدالله عبدالله او داكتر اشرف غني احمدزى د ولسمشريزو ټاكنو دوه يم پړاو ته ولاړل.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس نورستانى وويل، چې د اساسي قانون د ۶۱ او د ټاكنو د قانون د ۲۰ مادې له مخې يو كانديد هم ټاكل شوې رايې تر لاسه نه كړې او ټاكنې دوه يم پړاو ته وغزيدې.
ښاغلي نورستاني زياته كړه:
د راى اچونې له ۵۱۲۱ محلونو څخه داكتر عبدالله عبدالله ۴۵ سلنه، داكتر اشرف غني احمدزي ۳۱ اعشاريه ۶ سلنه رايې تر لاسه كړې دي.
د غويى له ۲۶ څخه تر د غبرگولي تر ۲۴ ټاكنيز توكي بېلابېلو سيمو ته ليږدول كيږي.
دغه راز نوموړي وويل، چې د غبرگولي له لومړۍ نېټې ټاكنيز كمپاينونه بايد پيل شي.
نوموړي له خلكو وغوښتل، چې د زړه له كومې دې د خپلې خوښې نوماند ته رايې ور كړي.
ښاغلي نورستاني وويل، حكومت بايد د ټاكنو په دوه يم پړاو كې لاسوهنه ونه كړي. او د جوزا په ۲۴ به تر سره شي.