1393ټاكنې

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ښاغلي اشرف غني احمدزي دفتر په هلمند کې پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز دفتر د يكشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د دې ولايت سلگونو اوسيدونكو گډون درلود پرانيستل شو.

په هلمند كې د ډاكتر اشرف غني احمدزي د تبليغاتي كمپاين مسوول محمد ولي عليزى وايي چې، دا مهال يې يوازې په لښكرگاه كې ياد دفتر پرانيست او په پلان كې ده چې د دې كمپاينونو لړى به له همدې دفتر څخه د دې ولايت ولسواليو او ليرې پرتوسيمو ته وغځوي.

همدا رنګه د دې غونډې گډونوالو اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ لپاره وړ كس وباله او زياته يې كړه چې هغه د نړى په كچه پيژندل شوى او د ده پوهه او تجربې په ډيرو هيوادونو كې بې ساري دي.

دا په داسې حال كې ده چې تر دې مهاله په دې ولايت كې د ولسمشرۍ د نورو نوماندانو لكه: ډاكتر زلمي رسول، عبدالرب رسول سياف، گل آغا شيرزي او ډاكترعبدالله عبدالله د كمپانونو دفترپرانيستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version