تازه خبرونه

ولسمشرۍ ته نوماند سیاف په هېواد کې د اسلامي نظام پرجوړولو ټینگار وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننگرهار ولايت په جلال آباد ښارکې د سې شنبې په ورځ(د وري۱۲) د ختیځو ولایتونو اوسیدونکيو د ولسمشرۍ د نوماند استاد عبدالرب رسول سیاف په پلوۍ په یوه ستره غونډه کې راټول شوي ول او له نوموړي یې خپل ملاتړڅرگندکړ.

د دغو خلکو په استازیتوب فضل هادي مسلم یار وویل، چې:

د ختیځو ولایتونو ډېر اوسیدونکي استاد سیاف ته خپله رایه ورکوي او هغه به د بري ترمنزله ورسوي.

استاد سیاف د غونډې برخوالو ته وویل:

که ولسمشر شم اسلامي نظام به رامنځته کړم.

نوموړي د اوسني نظام په اړه څه ونه ویل؛ خو د امنیتي ځواکونو قربانۍ یې وستایلې.

استاد سیاف د فساد پرمخنیوي، د قانون پر پلي کیدو او د بیان پرآزادۍ هم ټینگار وکړ او وايي:

زمونږ تیم د ټولنې د ټولو قشرونو حقونو ته ژمن دی؛ خو په ځانگړي توگه د ښځو حقوق به خوندي کړو.

د ښاغلي سیاف د وینا ډېره برخه د مجاهدیدنو د کړنو په اړه وه او ویې ویل، زمونږ په واکمنۍ کې به مجاهدنو ته ډېره ونډه ورکړ شي.

د ولایتي شورا او ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزو مبارزو ته يوازې يوه ورځ پاتې ده.

ټاکل شوې، چې راتلوونکې شنبه(د وري۱۶) د ولسمشرۍ او ولایتی شورا گانو ټاکنې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version