تازه خبرونه
ولسمشرۍ د زنداني ښځو د بښنې فرمان صادر كړى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په پلمه افغان ولسمشر فرمان صادر كړ، چې له مخې يې د زنداني ميرمنو د بند په موده كې لږوالى راځي او يا هم بښل كيږي.
د كابل د ښځينه زندان رييسې زرافشان نایبی هم د دغه فرمان پخلى كړى دى.
له دې وړاندې يو شمېر زنداني ښځو له آريانا نيوز سره په خبرو كې له افغان ولسمشر غوښتي ول، چې د هغو وسلوالو طالبانو په پرتله يې جرم لږ دى، چې نوموړي له بنده جوپه جوپه خوشې كړي دي.
بنديانو ښځو هغه مهال د مارچ د اتمې په وياړ د بښنې غوښتنه كړې وه.