تازه خبرونه
ولسمشرۍ د مالیې وزارت پر چارواکو سفري بندیزونه لګولي
د ولسمشرۍ د یو تازه حکم له مخې؛ د چارو ادارې له همغږۍ پرته د مالیې وزارت له پېنځم بست نیولې پر ټولو چارواکو بهر ته د تګ بندیزونه لګولي؛ خو د ملي شورا یو شمېر غړي د ولسمشر دغه ډول فرمانونه له قانون سره په ټکر کې بولي.
په دې وروستیو کې پر مالیې وزارت د مالي فساد د راپورونو له خپریدو سره سم ولسمشرۍ ماڼۍ د دې وزرت اووه شپېته لوړ پوړي چارواکي ممنوع الخروج اعلان کړل.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر دغه ډول فرمانونه د قانون خلاف او د عدلي او قضايي ادارو په چارو کې لاسوهنه ګڼي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي: مونږ ګورو، چې ولسمشرۍ ماڼۍ پخپلو بنسټونو باور نلري؛ په ډېرو پېښو کې پلاوي تاکي او فرمانونه ورکوي، چې ډېري دا ډول فرمانونه له قانون سره په تکر کې دي.
د افغانستان د روڼتیا بنسټ هم د مالیې وزارت د چارواکو او مامورینو ممنوع الخروج او د هغوی پر سفرونو بندیزونه د قانون خلاف ګڼي او څرګندوي، چې دا ډول حکمونه نمایشي دي؛ نو، ځکه په وینا یې په دغه وزارت کې له فساد سره مبارزه جدي ګامونو او بدلونونو ته اړتیا لري.
د روڼتیا او څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي وایي: مونږ د حکومت فرمانونه او دا وروستۍ کړنې څارو، چې ننداریزې او نمایشي دي. له فساد سره مبارزه په دې توګه نه تر سره کیږي، باید بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.
د مالیې وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ د تازه حکم په اړه بې خبري ښيي.
په دې وروستیو کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په اړه د لګول شویو میلیونونو ډالرو پر څرنګوالي او د عوایدو د راټولولو په برخه کې د روڼتیا د نشتوالي له کبله ګڼې پوښتنې او نیوکې را پورته شوې دي.
