تازه خبرونه

ولسمشرۍ ماڼۍ دې د ټاکنو پرځانګړې تګلارې ټینګار وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ دې د ټاکنیز مهالوېش پر ځای د ټاکنو پرځانګړې تګلارې ټینګار وکړي.

ټاکنې په کومو شرایطو کې؟! د هېواد نیمایي برخه ناامنه ده او په ډېرو برخو کې د ټاکنیزو حوزو فعالول او جوړول ناشونې ښکاري. دغسې د ۲۰۱۷  میلادي کال ټاکنو ته له اتیا څخه تر ۱۲۰ میلیون دالرو لګښت اټکل شوی دی. په داسې حال کې، چې حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته ۳۰ میلیون دالر په پام کې نیولي دي.

 د ټاکنو د څارونکو بنسټونو په وینا؛ د ولسمشر وروستۍ غوښتنه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه نړیوالو ته ځان ښودنه ده.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ ویاند ادیب الله شینواری وایي، ارګ او اجرائیه ریاست د خلکو له ولولو سره لوبې کړي دي. تېر دوه نیم کاله بشپړ وخت و، چې اصلاحات او ټاکنې تر سره شوې وای. که دوی له اصلاحاتو پرته ټاکنې وغواړي؛ له شک پرته د دوی ځانګړې ګټې به په کې وي.              

په ټاکنیزو اصلاحاتو کې سمونونه د دواړو حکومتي مشرانو د هوکړه لیک مهم موارد دي، کوم مورد چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې یې دوه کاله وځنډولې.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، چې تر اوسه د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې جدي سمونونه نه لیدل کیږي.

د افغانستان د آزادو اوعادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي، د ټاکنو پر مهالوېش له ټینګاره غوره داده، چې ټاکنو ته تګلاره جوړه شي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ یو پلان او تګلارې ته اړ یو، چې ټاکنیز اصلاحات په کې ښکاره وي او همدارنګه د ټاکنو ترسره کولو لپاره ټاکنې اعلام شي.           

په وروستیو کې ولسمشر د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غوښتي وه، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو مهالوېش د ۱۳۹۶ کال د وري تر میاشتې اعلام کړي؛ خو اوس ښه کار دا دی، چې په ټاکنو کې د خلکو باور باید بېرته اعاده شي؛ ځکه، چې د ټاکنو لپاره امنیت او بودجه دوه مهم موارد بلل کیږي.

خبریال: علی اضغري

Trending

Exit mobile version