سیمه ییز خبرونه
ولسمشرۍ ماڼۍ د را روانو ټاكنو د ځنډولو په هڅه كې ده
د افغانستان د ګوندونو او سياسي ائتلافونو د همكاريو شورا وايې، ولسمشرۍ ماڼۍ د را روانو ټاكنو د ځنډولو په هڅه كې ده. د دې شورا په وېنا، د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دندو، تشكيلاتو او واكونو د قانون د طرحې د توشېح په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ سليقه يي چلند د افغانستان د خلكو له برخليك سره د لوبې په معنا ده، او ټاكنې ځنډوي.
د ګوندونو او سياسي ائتلافونو د همكاريو د شورا غړى سيد محمد علي رضواني له ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون او ټاكنيزو شكايتونو د دندو، واكونو او تشكيلاتو د قانون طرحه ژر توشېح كړي.
د دې شورا ځينې غړي وايې، چې ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هڅه كې ده له دې قانون سره سليقه يي چلند وكړي او ټاكنې وځنډوي.
ومو غوښتل په دې باب د ولسمشرۍ رياست نظر هم واخلو، خو دې ادارې د ځواب ويلو لپاره چارو اداره په ګوته كړه.
د چارو له ادارې سره مو پرله پسې اړيكې ونيولې، خو د دې بنسټ هېڅ مسئول حاضر نه شو، چې د ګوندونو او سياسي ائتلافونو د څرګندونو په باب څه ووايي.
د ګوندونو او سياسي ائتلافونو د همكاريو شورا همدا راز د سترې محكمې د مشرتابه د كار پر دوام اندېښنه وښوده او ويې ويل، د سترې محكمې د رئيس كاري موده د قانون له مخې پاى ته رسېدلې او د كار دوام يې ناقانونه دى.
