تازه خبرونه

ولسمشر اجرائيه رییس ته د لومړي وزیر واک نه دی سپارلی- اجرائیه ریاست

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 اجرائيه ریاست وايي، چې ولسمشر اجرائيه رییس ته د لومړي وزیر د واکونو له سپارلو سره موافقه نده کړې.

د دغه ریاست ویاند مجیب الرحمن وايي، چې اجرائيه ريیس د اجرائيه لومړي وزارت د واکونو غوښتنه لري، چې د ګومارنو او مالي چارو د سمبالولو صلاحیت تر لاسه کړي؛ ارګ د اجرائيه رییس دې غوښتنې ته د هو سر نه دی خوځولی.

د اجرائيه ریاست ویاند رحیمي زیاتوي؛ عبدالله عبدالله د هغو ادارو د لغوه کولو غوښتنه هم لري، چې په وینا یې ارګ را منځته کړي او د وزارتونو واکونه یې محدود کړي دي.

هغه وايي، چې د چنار مانۍ او ارګ تر منځ زیاتره اختلافونه پخپل ځای دی.

داسې ښکاري، چې اوس هم ارګ او چنار ماڼۍ د مهمو مسایلو او واکونو پر سر یوه خوله نه دي.

اجرائيه ریاست وايي، چې د عبدالله عبدالله زیاتره غوښتنې او وړاندیزونه د ولسمشر پر میز پراته دي او غور پرې نه دی شوی.

د سیاسي هوکړه لیک پر تطبیق د څار کمیسیون دريیس محمد ناطقي په وینا؛ سیاسي هوکړه لیک، چې له مخې یې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو؛ یوازې همدا ماده یې عملي شوې، چې ګډ حکومت را منځته شو، خو د ټاکنیز نظام اصلاح، د لویې جرګې رابلل، د نظام د بڼې اړول، د رسمي اپوزیسیون جوړیدل، د برښنايي تذکرو وېش او داسې نور هغه مواد دی، چې اوس هم دوړې ورباندې پرتې دي او پلي شوي نه دي.

هغه وایي، سیاسي اختلافونه په ځانګړي توګه په ګومارنو او نورو مسلو کې اختلاف او جګړې لامل شوي، چې د هوکړې سند پلی نشي.  

د دغو اختلافونو پایله څه راوځي؟ خلک وېره لري، چې د دغه حالت دوام به افغانستان د نابودۍ کندې ته ور ټیل وهي.

د سیاسي چارو شنونکی هارون میر وایي، د مدیریت له بحران سره مخ شوي یو. که په راتلونکیو درې کلونو کې دا مدیریت وي او له فرصتونو ګټه پورته نه کړو؛ نو دا به د افغانستان له خلکو سره ستره جفا وي.

ارګ په دې برخه کې خبرو ته حاضر شوی نه دی؛ خو اجرائيه ریاست وايي، چې له ارګ سره د اختلافونو د حل لپاره ناندرۍ دوام لري.

سربېره پر دې له ولسمشر سره د هغه د لومړي مرستیال او په اصلاحاتو او غوره حکومتدارۍ کې د هغه د ځانګړي استازي اختلافونه پخپل ځای پاتې دي. 

Trending

Exit mobile version