تازه خبرونه
ولسمشر اشرف غني د ولایتي سفرونو په لړ کې ننګرهار ولایت ته رسېدلی
(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۳۹۹)
ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر سهار( د مرغمومي ۱۸) د ننګرهار له والي، نظامي افسرانو، ځایي اوسیدونکیو، خلبریالانو، لیکوالانو او فرنګیانو سره د لیدنې لپاره ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
له ولسمشر سره د هغه لومړی مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د کابینې یو شمېر وزیران، د پارلمان غړي او نور چارواکي مل دي.
ولسمشر اشرف غني دې ولایت ته یو کال مخکې یو سفر کړی و، چې د هسکې مېنې په یوه جومات کې د یوې مرګونې چاودنې د ۷۰ قربانیانو له کورنیو سره لیدلي وه.
دا سفر اوس په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د جلال آباد ښار او شاوخوا ولسوالیو ته ورغلې لارې او سړکونه د په بشپړ ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
ولسمشر اشرف غني د ننګرهار له لیدنې څخه مخکې د کندهار ولایت سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ارزولی دی.