تازه خبرونه
ولسمشر اشرف غني د یو پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته ورسید
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو د بیا پیل او له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا په هیله نن د یو پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته سفر وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې، اقتصادي همکارۍ، د پولو امنیت او له ترورزم سره گډه مبارزه د ولسمشر غني او د پاکستان د صدراعظم د خبرو سرټکي دي.
ښاغلی اشرف غني په نن د پاکستان له صدراعظم ذنواز شریف، سرتاج عزیز او د بېلابېلو سیاسي او مذهبي گوندونو له مشرانو سره وگوري.
دغه راز ولسمشر او ورسره تلی پلاوی به په خپل سفر کې له افغان او پاکستانیو سوداگرو سره هم وگوري.
له ولسمشر سره په دې سفر کې امنیتي مشاور اتمر، د حکومت د اجرائیه رییس مرستیال محمد خان، د مالیې او نورو وزارتونوسرپرستان، ستر درستیز او د ملي شورا ځینې ملتیا لري.
د سیاسي چارو د کارپوهانو په اند، د دیپلوماسۍ په اړه به د ولسمشرغني دا سفر د پخواني ولسمشر حامد کرزي له سفرونو ډېر ځانگړی وي.