تازه خبرونه

ولسمشر او اجرائیه رییس به ډېر ژر ډاډمنه هوکړه وکړي- امید میثم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه ریاست وایي،چې ولسمشر او اجرائیهرییس به د کړکیچونو پر حل ژر هوکړې ته ورسیږي.

ټولو دې ته سترګې نیولي،چې د ولسمشر او اجرائیهرییس تر منځ را ټوکیدلی اختلاف پای ته ورسیږي. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم  وایي،چې ولسمشر باید د حکومت سیاسي هوکړه لیک له هر ډول قید او شرط پرته عملي کړي.

دغه ریاست زیاتوي، په نږدې ورځو کې به ولسمشر او اجرائیهرییس د دوه یم ځل له پاره سره کیني، چېد سیاسي کړکیچ د حل له پاره موافقې ته ورسیږي.

د جهادي او ملي ګوندونو د شورا غړی اقبال عزیزي وایي،  د سیاسي کړکیچ تر څنګ ناامنیو هم پراختیا موندلې.

افغان ځواکونه په اولس ولایتونو کې له وسلوالو سره په جګړه کې دي.

د جهادي او ملي ګوندونو د شورا ویاند حامد ګیلاني د ولسمشر او اجرائیهرییس پر خپلمنځي اختلافاتو کلکه نیوکه کوي او د دې وضعیت دوام افغانستان ته ناورین زیږونکی بولي.

امریکا له دواړو مشرانو غواړي،چې خپل اختلافات په خبرو کې حل کړي او د ګډ کار له لارې حکومتي بهیر پر مخ یوسي.

خلک هم په خپلو مجلسونو کې د ولسمشر او اجرائیهرییس پر اختلافاتو تبصرې کوي او د دغه وضعیت دوام د هېواد په خیر نه بولي.

Trending

Exit mobile version