تازه خبرونه

ولسمشر او د حکومت اجرایي رییس به پاکستان ته سفر وکړي.

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان باید په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په برخه کې د عملي ګامونو په پورته کولو خپله ژمنه پوره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په خبره له افغانستان څخه په امنیتي او نړیوالو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ستر سلاکار سرتاج عزیز په وروستۍ سفر کې چې له افغان ولسمشر او د حکومت له اجرایي رییس سره یې لیده کاته وکړل، ژمنه وشوه چې په افغانستان کې به د سولې د راتګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
مستغني واي، دغو دوه افغان مشرانو د ګاونډي هیواد د دغه ډیپلوماټ لخوا پاکستان ته د سفر بلنه هم منلې ده او ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره نوی باب پرانستل شوی دی.
خوا سیاسي کارپوهان لاهم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان چلند دوه ګونی بولي او ټینګار کوي، ترهغې چې افغانستان له اقتصادي اړخه پاکستان پورې تړلی وي، دغه هیواد به افغانستان په کرار پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده چې په کونړ کې له څو کلونو راهیسې راکټي بریدونه دوام لري او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې ولسمشرۍ دورې پر مهال شل ځلې پاکستان ته سفر کړی؛ خو د سولې په برخه کې یې ټول بې پایلې وو.

Trending

Exit mobile version