تازه خبرونه

ولسمشر باید خپل سلاکاران شپږو تنو ته را ښکته کړي: کارپوهان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر کارپوهان وایي، ولسمشر محمد اشرف غني باید د خپلو ژمنو په بنسټ د ولسمشرۍ ریاست سلاکاران کم کړي.
د دوی په وینا، په ولسمشرۍ ریاست کې د شاوخوا شپېتو سلاکارانو شتون به کارونو کې ښه والی را منځته نه کړي او بودجه کې به لګښتونه هم لوړ کړي.
د دوی په باور ولسمشر باید خپل سلاکاران شپږو تنو ته را ښکته کړي او په کار پوه کسان دې دنده کې وټاکي.
د ولسمشرۍ ریاست سلاکاران شاوخوا ۶۰ کسانو ته رسیږي. ولسمشر غني مخکې ویلي و چې د دې سلاکارانو شمېر به کم کړي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې تېر حکومت قومي مشران د دې لپاره چې له حکومت خفه نه شي، د سلاکارانو په توګه ګمارلي دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ ریاست سلاکاران باید په کارپوه او نخبه کسان وي او شمېر یې هم باید له شپږو وانوړي.
مخکې له دې ولسي جرګې غوښتنه کړې وه چې حکومت باید د خپلو اساسي جوړښتونو لیست چې سلاکاران هم په کې راځي، د تصویب لپاره ولسي جرګې ته ولیږي.

Trending

Exit mobile version