تازه خبرونه

ولسمشر به له جهادي رهبرانو سره له مشورو وروسته د تذکرو د وېش امر ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

د ملي یووالي د حکومت یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي چې له جهادي مشرانو سره به له مشورو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په دې هکله چې برېښنایی تذکرو کې د افغان کلمه ولیکل شي او که نه، وروستۍ پرېکړه وکړي. په همدې حال کې سیاسي کارپوهان وایي، د مشورو پر ځای باید اساسي قانون ژر پلی شي.

په وروستیو کې ولسمشر پرېکړه کړې چې ځینې جهادي رهبران او نفوذ لرونکي شخصیتونه د برېښنایی تذکرو په هکله د مشورو لپاره وغواړي.

ولسمشر غني ته یوې نږدې سرچینې ویلي، مشورتي ناسته کې به په درې غوراویو خبرې وشي، دوه مورده یې دا دي چې په برېښنایی تذکرو کې د قوم او ملت کلمې ولیکل شي او درېیمه ټاکنه دا ده چې نه دې ملیت او نه هم ملت لیکل کېږي، خو حقوق پوهان د حکومت مشران په بې کارۍ تورنوي.

د پوهنتون استاد ودیر صافی وايي: «حکومت بېکاره دی، که دوی قانون پلی کړي، مشورو ته يې هېڅ اړتيا نه ليدل کېږي.»      

وموغوښتل چې په دې هکله د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست نظر هم واخلو خو په دې برخه کې هغوی له څه ویلو ډډه وکړه. خو د ولسي جرګې غړي د قانون په ژر تطبیق ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنایی تذکرو د نه وېش له امله مرستندویانو خپلې مرستې ځنډولې دي.

 

 

Trending

Exit mobile version