تازه خبرونه
ولسمشر به نن له حزب اسلامي سره شوی هوکړه لاسلیک کړي
د افغانستان د سولې عالي شورا او د حکمتیار استازي وايي، چې ممکن د حزب اسلامي او حکومت هوکړه نن(یکشنبه د غویی ۲۶) د ولسمشر له لوري تصویب شي.
له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم او د سولې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم اسوشیېتید خبري سرچینې ته په ډاګه کړې؛ هیله ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه د دواړو خواوو د هوکړې وروستۍ بڼه تصویب او لاسلیک کړي.
د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه ۲۵ مادې لري، چې یوه کاپي یې رسنیو ته هم رسیدلې ده.
په هوکړه کې ویل شوي، چې حزب اسلامي به د حکومت خلاف خپله وسلواله مبارزه پای ته رسوي، د افغانستان اساسي قانون به مني او له ټولو یاغي ډلو سره به خپلې اړیکې بندوي. د دغه کارپه بدل کې به حکومت د حزب ټول غړي بښي او له بنده به يې خوشې کوي.
نږدې دوه میاشتې کیږي، چې د حکومت او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د پلاوي تر منځ په کابل کې خبرې روانې دي، چې تېره ورځ د دواړو لوریو تر منځ له پراخو خبرو وروسته د پېنځه ویشت ماده ییز تفاهم لیک پر وروستۍ بڼه موافقه رامنځته او ولسمشر ته وسپارل شوه.
سره له دې ، چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې سمبولیک رول لري؛ خو د ولسمشر غني د حکومت په سوله ییزو هڅو کې یوه مهمه کامیابي ګڼل کیږي.