تازه خبرونه

ولسمشر به ډېر ژر د ټاکنيزو قوانينو د تعديل له پاره فرمان صادر کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسشمر اشرف غني به له یوې اونۍ په لږه موده کې د ټاکنیزو قوانینو د تعدیل د طرحې له پاره فرمان صادر کړي.

اجرایه ریاست وایي، دغه فرمان به د ملي شورا د رخصتیو له پای ته رسېدو مخکې صادر شي او ورسره په يوه وخت به د غوراوي کمېټه هم د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو د ټاکلو کار پیل کړي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د دې له پاره چې نوی فرمان د مخکیني فرمان له برخلیک سره مخ نه شي، ولسمشر به د ملي شورا لید لوري ته په پام سره فرمان صادر کړي.

حکومت دوه پښې په یوه موزه کې کړې او ټینګار یې دا دی، څو پورې ټاکنیز اصلاحات نه وي راغلي، ټاکنې نه کېږي. داسې اصلاحات چې په قدرت کې د دخیلو دواړو خواوو د منلو وي له دې پرته ناشونې ده چې اصلاحات راشي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړتیا ځکه اوس ډېر ټینګار کېږي چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله تېرو ټاکنو کې خپله ماته ونه منله او ځان یې په قدرت کې له اشرف غني سره شریک کړ. د عبدالله یوه مهمه غوښتنه اصلاحاتو کې دا ده چې د ټاکنیزو کمیسیونونو اوسني کمیشنران له دندو لرې شی. خو شنونکي وایي چې عبدالله میدان بایللی دی.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي: “ډاکټر عبدالله چې څه غوښتل ترلاسه يې نه کړل، ځکه چې ولسمشر يې د عملي کولو له پاره تصميم نه لري او عبدالله دا ميدان بايللی دی.”

اجراییه ریاست د اصلاحاتو له پاره خوشبین دی، دغه بنسټ وایي، له یوې اونۍ څخه به په کمه موده کې د غوراوي کمېټې کار د ولسمشر له خوا د یوه فرمان په صادرولو سره پیل شي، او د ټاکنیزو قوانینو د تعدیل طرحه به په کار ولوېږي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیالجاوید فیصل وايي: “ولسمشر د پارلمان د کار له پيل څخه مخکې فرمان ورکوي او د غوراوي کمېټه چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون يې وړانديز کړی و په کار پيل کوي.”

د اجراییه ریاست سلاکار سیدآقا فاضل سانچارکي وايي: “د حکومت په دريو مهمو ارګانونو کې چنې وهل روان دي او ډېر ژر به دغه کمېټه کار پيل کړي.”

د دې له پاره چې د ولسمشر بل فرمان د تېر فرمان په برخلیک اخته نه شي، نوی فرمان به له ملي شورا سره په هوکړه کې صادر شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي: “د فرمان تر توشيح مخکې د ملي شورا له اداري ډلې سره همغږي او خبرې اترې پيل شوې دي څو له دوی سره په همغږۍ سره فرمان ورکړل شي.”

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د غوراوي کمېټه کې د بدلون خبره کوي، یعنې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دوه دوه استاري به په دې کمېټه کې ګډون ولري. یوه ورځ مخکې د ملي شورا اداري پلاوي خبرداری ورکړی و چې د ولسمشر د فرمان له مخې به چې ژر به صادر شي، د غوراوي اوسنۍ کمېټه لغوه او پخوانۍ کمېټه به یې ځای ونیسي، دا هغه څه دي چې اجراییه ریاست یې نه مني.

 

Trending

Exit mobile version