سیمه ییز خبرونه

ولسمشر ته د ټاکنو د امنیت ساتنې په باب ډاډګیرنې له واقعیتونو څخه لرې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګه د راتلونكو ټاكنو پر امنيت اندېښنه لري او د امنيتي چارواكو له لوري ولسمشر ته د دې ټاكنو د امنيت ساتنې په باب ډاډګيرنې له واقعيتونو څخه لرې ګڼي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې ( د مرغومی ۱۷ ) عمومي غونډه د راتلونكو ټاكنو امنيت ته ځانګړې شوې وه.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار له ولسمشر او امنيتي بنسټونو څخه وغوښتل، چې د امنيتي ګواښونو او ستونزو په لرې كولو كې جدي اقدامات وكړي څو خلك په ټاكنو كې په ډاډه زړه ګډون وكړي.

امنيتي مسئولينو په ارګ كې له ولسمشر حامد كرزي سره په وروستۍ كتنه كې هغه ته د ټاكنو د امنيت ساتنې ډاډ وركړ، خو مشرانو جرګه د هغوی دا ډاډګيرنه له واقعيت څخه لرې بولي.

د مشرانو جرګې غړى ګل احمد اعظمي وايي، د دې لپاره، چې د راتلونكو ټاكنو پر وړاندې د نړيوالو ملاتړ تر لاسه شي، د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي او دفاعي هوكړه ليك بايد لاسليك شي.

همدا راز د مشرانو جرګې غړي محي الدين منصف او انار كلي هنريار د شفافو ټاكنو لپاره د  ديني عالمانو تبليغ او له امنيتي بنسټونو سره د خلكو همكاري اړینه بولي، ځكه د دوی په خبره د ناامنيو په صورت كې به ټاكنې له درغليو خالي نه وي.

ټاكل شوې د راتلونكي لمريز كال د وري په ۱۶ نېټه په افغانستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې تر سره شي، كومې ټاكنې، چې د هېواد د برخليك لپاره ټاكونكې بلل كېږي، خو د دې ملي پروسې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ناامني بلل كېږي.

Trending

Exit mobile version