سیمه ییز خبرونه
ولسمشر حامد كرزى امريكا ته خپل وروستى سفر له ښو پاېلو سره مل بولي
افغان ولسمشر وايي، چې امريكا ور سره ژمنه كړې، چې تر دوه زره اوولسم ميلادي كال پورې به د افغان پوځ مالي ملاتړ وكړي.
د هغه په وېنا د امريكا په دغه ژمنه كې له افغان پوځ سره د جنگي او بې پېلوټه الوتكو او هليكوپترو مرسته شامله ده.
افغان ولسمشر حامد كرزي، چې له امريكا څخه كابل ته تر راستنېدو وروسته يې خبريالانو ته خبرې كولې وويل:
امريكا د اوبو د بندونو، سړكونو او سالنگ په جوړولو كې هم د همكارۍ ژمنه ور سره كړې دي.
ولسمشر حامد كرزى امريكا ته خپل وروستى سفر له ښو پاېلو سره مل بولي.
د هغه په وېنا امريكا هڅه كوي، چې افغان پوځ ته پنځه سوه محاربوي ماشينونه وركړي، چې له دغو څخه دوه سوه پنځوس لا دمخه افغان پوځ ته وركړل شوي دي.
جنگي او بي پېلوټه الوتكې او هليكوپترې نورې هغه اړتياوې دي، چې د افغان ولسمشر په وېنا د مالي ملاتړ ترڅنگ به يې امريكا تر دوه زره اوولسم كال پورې افغان پوځ ته وركړي.
ولسمشر حامد كرزى ټينگار كوي، امريكا ته په كار ده، چې افغان پوځ په درندو وسلو سمبال كړي تر څو د خپل هېواد د سرحدونو ساتنه او څارنه هم افغانان په خپله وكړي.
له افغانستان سره د امريكا د اقتصادي مرستو دوام بله هغه موضوع وه، چې افغان ولسمشر له خپل امريكايي سيال سره پرې خبرې كړې دي.
ولسمشر حامد كرزي په قطر كې د وسله والو طالبانو لپاره د سولې په هدف د دفتر له پرانيستې سره د امريكا موافقه يوه لاسته راوړنه بولي او پر وسله والو طالبانو غږ كوي، چې سولې ته حاضر شي.