تازه خبرونه
ولسمشر حامد كرزى د امريكا متحد نه دى- امریکایی سناتور
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ديموكرات سناتور جومنش افغان حكومت فاسد رژيم بولي او ټينگار كوي، چې ولسمشر حامد كرزى د امريكا متحد نه دى او دا روښانه خبره ده، چې د افغانستان خلك بايد خپل برخليك وټاكي.
د امريكا څلور ديموكراتو او جمهوري غوښتونكيو سناتورانو د افغانستان جگړه د امريكا تر ټولو اوږده جگړه بللې او د امريكا د مشرانو له جرگې غواړي دې جگړې ته نور پاى وركړي.
دغو سناتوراتو په يوه پرېكړه ليك كې د امريكا د متحدو ايالتونو له كانگرس غوښتي، چې په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو د حضور په باب پرېكړه وكړي.
مخكې له دې د امريكا دفاع وزارت ويلي ول، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به په افغانستان كې له اته تر لس زره امريكايي سرتېري پاتې شي؛ خو سپينه ماڼۍ ټينگار كوي، چې د كابل-واشنگتن تر منځ د امنيتي سند د نه لاسليك په صورت كې به امريكايي پوځيان له افغانستان څخه ووځي.